سیمه ییز خبرونه
سياسي گوندونو د ولسمشريزو ټاكنو د رڼښت غوښتنه وكړه
د افغانستان د سياسي گوندونو او ائتلافونو د همكارۍ شورا د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو په نه روڼتيا اندېښنه ښكاره كړې او له حكومت او نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو د روڼتيا په موخه جدي هلې ځلې وكړي.
دغه شورا له ولسمشرحامد كرزي وغوښتل، چې د رڼو ټاكنو په اړه بايد خپلې كړې ژمنې خلكو ته په عمل كې ثابتې كړي.
دا شورا وايي:
د ټاكنو د روڼتيا لپاره به هر راز مدني هڅې تر سره كړو.
كه څه هم د افغانستان راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو ته شاوخوا يو كال او دوه مياشتې پاته دي، خو په دې اړه د سياسي گوندونو او ائتلافونو بحثونو، هيلو او اندېښنو زور اخيستى دى.
د افغانستان د سياسي گوندونواو ائتلافونو همكاري شورا، چې نږدې شل سياسي گوندونه او ټولنيزې ټولنې په ځان كې رانغاړي.
د حقيقت گوند مشر شاولي كريم زوى د شنبې په ورځ(د سلواغې ۷) له حكومت او نړيوالي ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د ۲۰۱۴ م كال ټاكنې دې پرته له درغليو او مداخلو رڼې ترسره شي.
د حق او عدالت گوند غړى محمد سليمان كاكړ وايي:
په ټاكنو كې د راى وركولو له پخوانيو كارتونو استفاده په پراخه كچه درغليو ته لاره اواروي.
دى زياتوي:
د نويو كارتونو وېش ته دې پاملرنه وشي.
د افغان ملت گوند غړى پښتونيار وايي، چې:
حكومت د ټاكنود قانون په طرحه كې د سياسي گوندونو، ائتلافونو او د مدني ټولنو هيچ يوې مشروع او دموكراتيكې غوښتني ته پام نه دى كړى.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور وايي، چې:
سياسي گوندونو او مدني ټولنې غوښتنې د ټاكنو د قانون په طرحه كې راغلې دي، خو عدليې وزارت په كې يو څه بدلون راوستى دى.
نوموړى زياتوي:
دغه طرحه اوس مهال ولسي جرگې ته د تصويب لپاره ليږل شوې او دا به وروسته ښكاره شي، چې ولسي جرگه په دې اړه څه پرېكړه كوي.
دغه كميسيون وايي، چې د آزادو او عادلانه ټاکنو د تر سره کیدو لپاره به غوره هڅې وشي.
دا په داسي حال كې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزيرسناتورجان کيري ويلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴م کال ولسمشريزې ټاكنې د افغانستان او امريكا لپاره ازښتناكې دي او له هيچا سره به سازش ونه كړي.