تازه خبرونه

سيلابونو له كابل سره د شمال ولايتونو لارې وتړلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ كې څپه ييزو سيلابونو د كابل- مزار لويه لار د ترافيكو پر مخ وتړله او يو لړ زيانونه يې رامنځته كړي دي.
د بلخ ولايت استازي او چارواكي وايي:
د تاشقرغان تنگي د سړك د ډېرې برخې ړنگيدل، د استوگنې د يو شمېر كورونو ويجاړيدل او د زرگونه هكتار كرنيزې ځمكې لاهو كيدل هغه زيانونه دي، چې د شمال سيلابونو خلكو ته ورسول.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي:
امنيتي ځواكونو وكولى شول، چې په سيلابونو كې بند پاتې شوي خلك په پوځي چورلكو كې امن ځايونو ته وليږدوي.
د تاشقرغان تنگي د سړك د ډېرې برخې ړنگيدو د ترافيكو تگ راټگ ناشونى كړى دى.

ويل كيږي، چې د دغه سړك تر بيا رغونې پورې خلك د ځمكې له لارې تگ راتگ نه شي كولى.

د چارواكو په وينا، نه يوازې د شمال ولايتونو لارې له كابل سره وتړل شوې، بلكې زرگونه كورنۍ يې هم زيانمنې كړې دي.
د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ هغه اوسيدونكي، چې سيلابونو ځپلي له حكومت څخه د غذايي توكو او سرپنا غوښتنه كوي.

Trending

Exit mobile version