سیمه ییز خبرونه

سيمه ايز پوليس بايد په ملي پوليسو كې مدغم شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرگې يو شمېر غړي د سيمه ييزو پوليسو پر فعاليتونو نيوكه كوي او وايي، چې د دوى كړنې سمې نه دي او بايد په ملي پوليسو كې مدغم شي.

د دوى په وينا، پوليس او ملي اردو بايد د هېواد امنيت وساتي او هغه پيسې، چې پر سيمه ييزو پوليسو لگول كيږي، بايد د ملي پوليسو او ملي اردو د ظرفيت پر لوړولو ولگول شي.

د مشرانو جرگې غړې بلقيس روشن وايي، د هېواد د شمال او لويديځ په يو شمېر ناامنيو كې د سيمه ييزو پوليسو تورنيدل د مشرانو جرگې اندېښنې را پارولي او غوښتنه كوي، چې دغه پوليس بايد په ملي پوليسو كې مدغم شي.

د مشرانو جرگې غړى هدايت رهايي وايي، په يو شمېر ولايتونو كې د سيمه ييزو پوليسو را منځته كول او تشكيل د سيمه ييزو قوماندانانو او بهرنيو ځواكونو د اغېز لاندې را منځته شوى دى او دا كار د دې لامل دى، چې په دغو ولايتونو كې سيمه ييز پوليس د قانوني بنسټونو او مركزي دولت له امرونو څخه سرغړونه كوي.

خو د مشرانو جرگې رييس  فضل الهادي مسلم يار تو د دې جرگې غړى غلام محي الدين منصف بيا د سيمه ييزو پوليسو پر پياوړي كولو او مسلكي كولو ټينگار كوي او زياتوي، چې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت گټور دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم د سيمه ييزو پوليسو له فعاليت څخه خوښ دى او وايي، اوس مهال د سيمه ييزو پوليسو شمېر پېنځه ويشت زره تنه دى، چې په نږدې راتلونكي كې به دغه شمېر پېنځه څلوېښت زره تنو ته ورسيږي.

له دې وړاندې امريكايي ځواكونو هم ويلي ول، چې سيمه ييزو پوليسو د وسلوالو طالبانو په وړاندې د امنيت د ساتلو په برخه كې ښه فعاليت كړى؛ خو پر دوى د افغان دولت نه نظارت  د دې لامل شوى، چې دغه ځواكونه په راتلونكي كې يو گواښ ووسي.

د سيمه ييزو پوليسو د تشكيل د طرحې له مخې له دغو ځواكونو څخه تر پېنځه كالونو پورې گټه پورته كيږي.

Trending

Exit mobile version