لوبی
سټوارټ لاو د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی شو
د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې د آسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سټوارټ لاو د افغانستان او بنګله دیش د لوبو لپاره د ملي لوبډلې د لنډمهالي مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.
کرکټ بورډ زیاته کړې، چې لاو اوس بنګله دېش ته رسیدلی او ډېر ژر به د افغان ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو او دوه شل آوریزو نړیوالو سیالیو روزنه پرغاړه واخلي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ سټوارټ لاو له ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۹ زېږیزو کلونو د نړیوال جام په ګډون ۵۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي د ټاکلو بهیر پیل شوی او ډېر ژر به غوره شي.