ساینس او ​​ټیکنالوژي

سپوږمۍ ته د تلونکیو ستورمزلو نومونه اعلان شول

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۴۰۲)

د امریکا فضایي ادارې ناسا څلور هغه ستورمزلي په ډاګه کړل، چې له نیمې پېړۍ وروسته به سپوږمۍ ته د انسان د بیا تګ استازي وي.

د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ کریستینا کوک به لومړنۍ ښځینه فضانورده وي، چې د سپوږمۍ ماموریت لپاره غوره شوې. په داسې حال کې، چې ویکتور ګلاور به په داسې ماموریت کې لومړنۍ تورپوستی ستورمزلی وي.

دا دواړه به له رید ویسمن او جیریمي هینسن سره یوځای د راتلونکي کال په وروستیو کې یا د ۲۰۲۵ په پیل کې د یوې فضایي بېړۍ پر مټ له سپوږمۍ راوګرځي.

دا ستورمزلي پر سپوږمۍ نه کښته کيږي؛ خو د دوی ماموریت د راتلونکيو ستورمزلیو د کښته کېدو لپاره زمینه برابره‌وي.

دغه ډله، چې درې امریکایان او یو کاناډایي په کې دي د تکزاس د هیوستون په یو لړ مراسمو معرفي شول.

دوی اوس د ځان چمتو کولو لپاره د سختې روزنې په حال کې دي.

د یوې ښځې او یو تورپوستي له ټاکلو سره NASA د خپلې سپړنې ماموریتونوبڼه روانه ساتي او له خپلې ژمنې سره سم یې ترسره کوي. سپوږمۍ ته ټول پخواني ماموریتونه سپین پوستو ترسره کړي دي.

۴۷ کلن رید وایزمن امریکايي پوځي پیلوت، چې څه وخت یې د ناسا د ستورمزلیو د دفتر مشري کړې؛ په ۲۰۱۵ کې یې د نړیوال فضایي ستیشن په ماموریت کې برخه اخیستې وه.

۴۶ کلن ویکتور ګلاور د امریکا د اردو تر ازموینې لاندې پیلوت دی؛ هغه په ۲۰۱۳ کې له ناسا سره یوځای شو او په ۲۰۲۰ کې یې خپله لومړۍ فضايي الوتنه وکړه. هغه لومړنی آفریقایي امریکایي دی، چې شپږ میاشتې یې په فضا کې تېرې کړي دي.

۴۴ کلنه کریستینا کوک: د برښنا انجنیره ده. هغې په فضا کې تر ټولو ډېر وخت تېر کړی. یعنې ۳۲۸ ورځې پاتې شوې ده. هغې او د ناسا ستورمزلې جیسیکا مایر د اکتوبر په ۲۰۱۹ کې په لومړي ټول ښځینه فضایي ماموریت کې برخه اخیستې وه.

 کلن ۴۷جیریمي هینسن مخکې له دې، چې د کانادا له فضايي ادارې سره یوځای شي؛ د کانادا په شاهي هوايي ځواک کې جنګي پیلوت و. له دې مخکې یې په فضايي ماموریت کې برخه نده اخیستې.

د ناسا مدیر بل نیلسون ویلي: د ارتیمیس-۲ ستورمزلي د زرګونه خلکو استازیتوب کوي، چې د ځمکې هاخوا مونږ ته د رسیدو لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې ترسره کوي.

وایزمن به قومندان او ګلاور به یې پیلوت وي؛ کوک او هینسن به د دغه ماموریت څانګوال وي.

دا څلور کسان په حقیقت کې د ۱۹۶۸ د اپولو – ۸ ماموریت تکراروي، چې سپوږمۍ ته د رسیدلو لومړنۍ انساني فضايي الوتنه وه.

Trending

Exit mobile version