ساینس او ټیکنالوژي
سپوږمۍ ته د ناسا د نوي توغندي توغول بیا وځنډېدل
(Last Updated On: وږی ۱۳, ۱۴۰۱)
ټاکل شوې وه، چې د امریکا له فلوریدا ایالته د ارتمیس توغندي توغول د شنبې پر ورځ ترسره شي؛ خو د تېلو د لیک له کبله یې توغول وځنډېدل.
د ناسا فضایي ادارې هیله درلوده، چې د شنبې پر ورځ خپل د ارتمیس – یو د سپوږمۍ ماموریت د شنبې پر ورځ د لوی فضایي توغندي سیستم (SLS) میګا توغندي پر وتوغوي؛ خو له توغولو څخه شاوخوا اووه ساعته دمخه د هایدروجن تېلو پر لیک وپوهېدل.
د ناسا ویاند ډیرول نیل له ټاکل شوي توغندي څخه شاوخوا درې ساعته مخکې وویل؛ مونږ د هغې ورځې لپاره ډېر هیله من یوو، چې آرتمیس – یو وتوغوو.
د ناسا مدیر بل نیلسن په تلویزیوني څرګندونو کې وویل؛ دا د فضا د سوداګرۍ یوه برخه ده.مونږ به ځو کله، چې توغندی چمتو شي.
ښايي د دې توغندي د توغولو بله هڅه د دوشنبې یا سې شنبې پر ورځ وشي.