سیمه ییز خبرونه
سپينې ماڼۍ د افغان ولسمشر د وروستيو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلى دى
سپينې ماڼۍ د ولسمشركرزي څرګندونې بې بنسټه بللې او وايي، دا څرګندونې د افغانستان په اړه د امريكا په تګلاره منفي اغېزه نه شي كولاى. سپينه ماڼۍ دغه راز په افغانستان او سيمه كې د القاعده پروړاندې په مبارزه ټينګار كوي.
ولسمشر حامد كرزي په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې له امريكا سره د طالبانو د پټو خبرو په اړه يادونه وكړه او د افغانستان د كانونو په ترلاسه كولو كې يې د امريكا له غوښتنې پرده پورته كړه.
د حامد كرزي دې څرګندونو د امريكايي چارواكو غبرګونونونه را وپارول. سپينه ماڼۍ وايي، دا څرګندونې د افغانستان په اړه د امريكا په سياست ناوړه اغېزه نه كوي.
د سپينې ماڼۍ وياند جي كارني وایی :
هرډول څرګندونې، چې ګنې امريكا له طالبانو سره په سازش كې ده بې اساسه ده، د دفاع وزير چك هيګل په دې اړه په مستقيمه توګه له ولسمشر كرزي سره خبرې وكړې او امريكا تقريبا په وروستيو دوو لسيزو كې د افغانستان د امنيت او ثبات په موخه ډېره قرباني وركړې او زياتې پيسې يې لګولې دي.
د سپينې ماڼې د وياند جي كارني په وينا دا ډول څرګندونې به د افغانستان او دغه هېواد د خلكو په اړه د امريكا سياست بدل نه كړي.
د سپينې ماڼۍ وياند دغه راز زیاتوي، په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د حضور په اړه خبرې به دوام ومومي.
د سپينې ماڼۍ وياند جي كارني همدارنګه وویل، د ۲۰۱۴م كال ترپايه به ناټو په افغانستان كې خپل حضور پاى ته ورسوي، امريكا به په افغانستان كې د خپلو پوځيانو د حضور په اړه خبرو ته دوام وركړي، په افغانستان كې زموږ د ماموريت اصلي موخه دا ده، چې القاعده په سيمه كې له منځه لاړه شي او ماتې وركړو.
د افغانستان د ملي شورا غړي عبدالرحيم ايوبي او سيد حسين انوري وايي، په اوسنيو شرايطو كې د كابل او واشګتن ترمنځ كړكېچ د خلكو په ګټه نه دى.
د كابل او واشنګتن ترمنځ په اړيكو كې كړكېچ په داسې حال كې ليدل كېږي، چې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د حضور د څرنګوالي په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ بحثونه دوام لري.
افغان چارواكي غواړي، چې په امنيتي سند كې د امريكايي سرتېرو شمېر او د كارڅرنګوالى مشخص شي.