سیمه ییز خبرونه

سپينې ماڼۍ يو ځل بيا د امنيتي تړون پر ژر لاسليك ټينگار كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سپينې ماڼۍ يو ځل بيا په افغانستان كې له ۲۰۱۴ م كال وروسته د امريكايي ځواكونو د حضور دوام  د كابل او واشنگتن تر منځ د امنيتي او دفاعي تړون له لاسليك سره تړلى وباله.

د سپينې ماڼۍ وياند  جي كارني وايي:

زمونږ دریځ بیا هم دا دی، چې که دوه اړخیر امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي؛ په افغانستان کې به هیڅ امریکايي او یا د ناتو سرتیري پاتې نه شي، ځكه مونږ به څرنگه له ۲۰۱۴م کال څخه د وروسته مودې لپاره پلان جوړول پیل کړو .

د سپينې ماڼۍ د وياند په وينا، له افغانستان څخه د ټولو امريكايي ځواكونو د ويستلو پريكړه د دې هېواد په گټه هم نه ده.

نوموړي ټينگار كړى، چې:

زه كولى شم تاسو ته ووايم، چې مونږ له څو اوونيو خبرې كوو، نه له څو مياشتو. تاسې پوهيږئ،  چې وخت د تېرېدو په حال كې دى.

د ولسمشريزو ټاكنو يو كانديد داكتر عبدالله عبدالله وايي:

كه ښاغلى كرزى نه غواړي، چې امنيتي او دفاعي تړون لاسليك كړي، نو دا پرېكړه دې راتلونكي حكومت ته پريږدي.

د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كانديد داكتر عبدالله عبدالله د دې تړون د لاسليك په وړاندې د افغانستان شرطونو ته د شك په سترگه ګوري.

د مشرانو جرگې غړى هدايت الله رهايي وايي، چې د امنيتي تړون  نه لاسليك به پر امنيت، اقتصاد او راتلونكيو ټاكنو منفي اغېز ولري.

د ولسمشرۍ رياست د وياند مرستيال فايق واحدي وايي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ  پخپل  پخواني دريځ ټينگار كوي.

په دې وروستيو كې ولسمشر حامد كرزي د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو له كانديدانو سره يوې ناسته كې ويلي ول، چې د امنيتي او دفاعي تړون د لاسليك لپاره د دواړو خواوو ليد لوري نږدې شوي دي.

Trending

Exit mobile version