تازه خبرونه

سپیدار ماڼۍ د سیاسي جورجاړي لپاره عبدالله عبدالله ته منسوبه طرحه رد کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۳۹۹)

د ښاغلي عبدالله ویاند ویلي، تر دې دمه د ثبات او همپالنې طرحه له هیچا سره نده شریکه شوې او د کړکېچ اواري لپاره هیڅ راز هوکړه نشته.
د سیاسي هوکړې د مــنځپانګې جزئیات په ډاګه شول؛ عبدالله عبدالله د دې طرحې له مخې، د پخلاینې شورا مشري اخلي. د واک برابر وېش او نور امتیازات هم غواړي، چې په کې د دولت عالي شورا جوړېدل د سیاسي مشرانو په ګډون، د اجرائیه صدارات جوړېدل او اجرائیه لومړي وزیر ته د سولې بهیر د مشرتابه سپارل د طرحې مهمې برخې دي.
سپیدار ماڼۍ په ډاګه کړې، ډاګیزه شوې طرحه د عبدالله عبدالله نده.
ارګ د سپیدار د طرحې په اړه څه نه وایي؛ خو سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په خبرو کې ویلي؛ اشرف غني او عبدالله په څو ورځو کې سیاسي هوکړې ته رسیږي او ټاکل شوې عبدالله عبدالله د پخلاینې عالي شورا مشري واخلي.
منځګړي پلاوي ته نږدې کسانو ویلي، د عبدالله عبدالله طرحه تر اوسه ولسمشر ته نده سپارل شوې.
په یوه طرحه کې، چې تازه ډاګیزه شوې، د اجرایي واک ور سپارلو او په حکومت کې د نیمایي برخې غوښتنه شوې. دغه راز عبدالله عبدالله به له غني وروسته دوه یم کس وي او دوستم ته به د مارشالي رتبه ورکول کیږي.
مخکې سرچینو د ډاکټر عبدالله په طرحه کې د دا راز مسایلو شتوت تائید کړی و.

Trending

Exit mobile version