تازه خبرونه
سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
اندیپندینت انګلیسي خبري سایت د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې په ډاګه کړې، چې د حمزه بن لادن وژنې نه یوازې په القاعده شبکه کې د مشرتابه تشه رامنځته کړې، بلکې دا ډله یې د هغه له پلار سره له سمبولیک تړاوه هم بې برخې کړې ده.
سپینې مانۍ په دې اړه نور جزئیات ندي وړاندې کړي؛ خو له دې مخکې ویل شوي وه، چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یو هوایی برید کې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د حمزه بن لادن د ځای ښکاره کوونکي ته یو میلیون دالر انعام اعلان کړی و.