تازه خبرونه
سپېدار له ارګ سره د ټولګډونه حکومت نوې طرحه شریکه کړه
داکترعبدالله عبدالله ته یوه نږدې سر چینه څرګندوي: په دې طرحه کې عبدالله د پخلاینې د عالي شورا مشري، څو وزارتونه او څو ولایتونه منلي، خو د صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود په ګډون ځینو یارانو له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.
په پام کې ده تر راتلونکیو څو ګړیو عبدالله عبدالله په هېواد کې د خپل سیاسي راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
د عبدالله عبدالله ملاتړي سید اسحاق ګیلاني ویلي، چې د ثبات او همپالنې ډېرو غړيو د عبدالله عبدالله له تازه طرحې ملاتړ کړی.
سرچینې وایي، چې صلاح الدین رباني او احمد ضیا مسعود د عبدالله عبدالله له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.
له همدې کبله د ثبات او همپالنې یو شمېر غړي رباني ته د قناعت ورکولو په موخه له هغه سره کتلي دي.
د ولسي جرګې دوه یم مرستیال عباس ابراهیم زاده ویلي؛ مذاکرات نهایي شوي او دواړو لوریو توافق کړی دی.
دغه راز په کابل کې د امریکا سفیر له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په خبرو کې د سیاسي رهبرانو پر یووالي ټینګار کړی دی.
حامد کرزي ته نږدې شهزاده مسعود وایي؛ ټینګار یې دا و، چې دواړ اړخونه باید له زغمه برخمن شي.
سپیدار او ارګ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې؛ خو په سپیدار ماڼۍ کې سرچینې وایي؛ حمدالله محب او معصوم ستانکزی د ارګ په استازیتوب د عبدالله عبدالله د غوښتنو د اورېدو په موخه له هغه سره کتلي او عبدالله عبدالله خپله تازه طرحه له دوی سره شریکه کړې ده.
ویل کیږي، چې له څلویښت تر پنځوس سلنه په واک کې ونډه، عبدالله عبدالله ته د مصالحې شورا مشري او جنرال دوستم ته د وسلوالو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ مرستیالي په پام کې نیول شوې؛ وکتل شي، چې ارګ به دا طرحه ومني او کنه.
