سیمه ییز خبرونه
سږكال په بغلان كې ۶۵۵ پراختيايي پروژې پلې شوې- والي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بغلان والي وايي، چې د روان كال په اوږدو كې شپږ سوه پېنځه پنځوس پراختيايي پروژې پلې شوې دي.
د دغه ولايت والي سلطان محمد عبادي زياتوي، پر دغو پروژو اووه ميليارده درې سوه څليريشت ميليون افغانۍ لگښت راغلى، چې پيسې يې د دولتي سكتور او بهرنيو مرسته كوونكيو له خوا وركړشوې دي.
والي ټينگار كوي، چې په روان كال كې بغلان يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د ټولو ولايتونو په پرتله په كې ډېرې پراخيتايي پروژې پلې شوې دي.
د دغه ولايت اوسيدونكي بيا ادعا لري، چې په تېره لسيزه كې د بغلان بيا روغونې ته د نورو ولايتونو په پرتله كمه پاملرنه شوې او د بغلان پلازمېنه پلخمري د نورو ولايتونو د پلازمېنو په پرتله ښه حالت نه لري.