سیمه ییز خبرونه

سږکال به د پاکستان اقتصادي وده صفر اعشاریه ۵ وي – نړیوال وجهي صندوق

Published

on

د اسوشیتید پرس د څرګندونو له مخې؛ د پیسو نړیوال صندوق وړاندویېنه کړې، چې د پاکستان مخ پر ځوړ اقتصاد به سږ کال یوازې صفر اعشاریه ۵ سلنه وده ولري.

د پاکستان اقتصاد په ۲۰۲۲ ز. کال کې شپږ سلنه وده کړې ده.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د پاکستان د اقتصاد په اړه د پیسو نړیوال صندوق دغه راپور پرون (چارشنبه د وري ۲۳ ) خپور شوی دی.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ ز. کال کې د پاکستان لپاره د ۲۷ سلنې انفلاسیون وړاندویېنه شوې او څرګنده شوې، چې د بېکارۍ کچه به هم ورسره لوړه شي.

پاکستان د تېر کال د اوړي د سېلابونو له کبله ۳۰ میلیارد دالره زیانمن شوی او د خپلو پورونو د نه ادا کولو د مخنیوي هڅې کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان په دغو سېلابونو کې له ۱۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي هم دي.

Trending

Exit mobile version