تازه خبرونه

سږکال په ننګرهار کې ۵۰۰ متریک ټنه شات تولید شوي

Published

on

د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست نن (دوشنبه د لیندۍ ۱۰) څرګنده کړې، چې سږکال په دې ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي دي.

د ننگرهار د کرنې ریاست چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۰۰ لوی او کوچني فارمونه شته، چې په کې لږ تر لږه د شاتو مچیو ۴۰ زره کورنۍ  تر روزنې لاندې دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار د شاتو مچیو په فارمونو کې له ۲۲ تر ۳۰ ډوله د شاتو مچۍ شته، چې د روزلو په چارو کې یې نږدې دوه زره ښځینه او نرینه وو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

په دې وروستیو کلونو کې د شاتو د مچیو روزنه او د شاتو تولید په ننګرهار ولایت کې خورا عام شوی دی.

د شاتو مچیو د روزنې د سکتور کارکوونکي څرګندوي، چې دا کار اقتصادي ارزښت لري او دوی ته په کې د اړتیاوو د پوره کولو زمینه برابره شوې ده.

د ننګرهار په سیمه ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرام شاتو بیه له ۲۵۰ تر ۵۰۰ افغانیو ده. د ننګرهار شات د کابل تر څنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.

د کرنې وزارت له خوا د دولت، موسسو، شاتو مچیو روزونکیو او د شاتو تولیدوونکیو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او بازار موندنې لپاره په ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو ټولنه هم جوړه شوې ده.

دغه ټولنه د کروندګرو او شاتو مچیو روزونکیو د ستونزو اوارولو ترڅنګ د شاتو مچیو صنعت ته د ودې ورکولو او د شاتو د تولید په برخه کې هم کار کوي.

د ننګرهار د شاتو تولیدوونکیو اتحادیې د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې ولایت شات د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم پلورل کیږي. اوسمهال دا ټولنه په هلمند، بلخ، کابل او هرات ولایتونو کې فعال استازي لري او نورو ولایتونو ته یې د غزولو هڅې هم روانې دي.

د یادونې ده، چې دمګړۍ د هېواد په غرنیو سیمولکه ننګرهار، پکتیا، بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشېر، پروان، کاپیسا، غزني او هرات ولایتونو کې ښه شات تولیدیږي، چې ډېر خوښ شوي دي.

Trending

Exit mobile version