تازه خبرونه
سږکال په کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي کېنول شول – کابل ښاروالۍ
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن (پنجشنبه د وږي دوهویشتمه) د یوکلنو لاسته راوړنو د بیانولو په مراسمو کې ویلي: کابل ښاروالۍ دوه کاله مخکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول، تېر کال ۶۰۰ زره نیالګي او سږ کال یې په ټول کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي او زینتي ګلان کېنولي دي.
د کابل ښاروالۍ وياند ويلي، چې د دې ادارې لخوا سږکال په ټول کابل ښار کې دوه ميليون نيالګي او زينتي ګلونه کېنول شوي دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي نن (پنجشنبه د وږي دوهویشتمه) د یوکلنو لاسته راوړنو د بیانولو په مراسمو کې ویلي: کابل ښاروالۍ دوه کاله مخکې ۲۰۰ زره نیالګي کېنول، تېر کال ۶۰۰ زره نیالګي او سږ کال یې په ټول کابل ښار کې دوه میلیون نیالګي او زینتي ګلان کېنولي دي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتړو او چاپېریال ساتنې رییس محمد خالد سجستاني هم ویلي، چې د کابل ښار څه باندې ۱۲۵ کیلومټره عامه او منځني سړکونه پاخه، پراخه او تیږي لګول شوي دي.
محمد خالد سجستاني زیاته کړې، د ښار د ښکلا لپاره د سړکونو په اوږدو کې پېنځه زره نوي څراغونه لګول شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۹۷۰۰ نور څراغونه رغول شوي دي.
سجستاني څرګنده کړې: په کابل ښار کې نوي سرکونه جوړ شوي او خلک ترې ګټه پورته کوي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، دغه راز له کابل ښار څخه څه باندې یو نیم میلیون ټنه کثافات پاک او ځانګړیو ځایونو ته لېږدول شوي دي.
دې ادارې تر اوسه د هوا فلټرونو د نشتوالي له کبله ۶۲۵ لوړې ماڼۍ تړلي او په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ عواید ۶ میلیارډ افغانۍ وې.
کابل ښاروال همدا راز زیاته کړې، د سوداګریزو او استوګنې ساحو لپاره تفصیلي پلانونه، وړاندیز شوي پلانونه، د ۲۴۸ ودانیو د جوازونو صادرول او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو د سرغړونو مخنیوی د دې ادارې مهمې لاسته راوړنې دي.
له بلې خوا دغه رياست ویلي، چې د نورو موسسو په همکارۍ پر ٢٠٠ پروژو کار کوي، چې د ١٩٠ پروژې کارونه بشپړې شوي دي.
د کابل ښاروالۍ چارواکو د ښاري نظم د رامنځته کولو او د ټرافیکو د بهیر د عادي کولو لپاره د ښار له بېلابېلو برخو څخه ۲۶۰۰ خنډونه راټول کړي دي.