تازه خبرونه

سږکال د مالوچو په تولیداتو کې یوویشت سلنه ډېروالی راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ د هېواد په کچه سږکال د مالوچو په تولیداتو کې یوویشت سلنه ډېروالی راغلی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند څرګنده کړې؛ تېرکال په افغانستان کې د مالوچو د حاصلاتو کچه ۵۷ زره ۴۵۰ ټن ته رسیده، چې په روان کال کې دغه کچه ۷۳ زره ۱۱۹ ته لوړه شوې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي؛ د هېواد له مهمو کرنیزو تولیداتو څخه یو هم مالوچ دي، چې د کښت پراختیا ته به يې نوره وده هم ورکړ شي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د هېواد په کچه د مالوچو د کښت د ډېریدو یو لامل تېر کال ډېر اورښت او د کرنې وزارت لخوا له بزګرو سره په همدې برخه کې ټینګه همکاري او لازمې لار ښوونې وې؛ نو، ځکه يې حاصلات ډېر شوي دي.

هغه  دا هم څرګنده کړې، چې په راتلونکې کال کې به هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کي ۲۰۶ ډوله د مالوچو نمایشي پټي کښت شي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي، چې د کرنې وزارت باید د مالوچو د کښت د پراختیا لپاره  خپلې هڅې پراخې کړي.

Trending

Exit mobile version