تازه خبرونه

سږ کال به دوه سوه زره ټنه تازه میوې بهر ته صادرې شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له یوې نیمې میاشتې راهیسې پاکستان ته د تازه میوو صادرات پیل شوي؛ خو دغه هېواد د افغانستان په تازه میوو گمرکي تعرفه لوړه کړې. د پاکستان دغه گام افغان سوداگرو او کروندگرو ته دروند مالي زیان اړولی.
د سوداگرۍ او صنایعو خونې د تازه میوو د صادراتو مسوول میرزمان پوپل وایي؛ مونږ هڅه کوو، چی په روان کال کې ۲۰۰ زره ټنه تازه میوه له هیواده بهر صادره کړو. په روان کال کې مو محصولات زیات دي، دولت باید زمونږه ستونزه حل کړي.
د سوداگرۍ او صنایعو وزیر د دې ستونزې د اساسي حل خبره کوي.
دسوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وایي؛ مونږ به له پاکستان سره په نږدې راتلونکې کې په دې اړه خبرې پیل کړو. هڅه مو داده، چی د افغان سوداگرو ستونزه په اساسي ډول حل کړو.
د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو مرستیال ګل مقصود ثابت وایي، پر پاکستاني مالونو هم گمرکي تعرفه لوړه شوې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره به دا لړۍ روانه وي.
د افغانستان د تازه میوو ستره برخه هر کال د پاکستان له لارې نړیوالو مارکیتونو ته لیږدول کیږي؛ خو افغان چارواکو په وروستیو کې له ایران سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې دغه میوې د هوا له لارې ایراني مهمو بندرونو ته له لیږدولو وروسته نړیوالو مارکیتونو ته صادرې شي.
خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version