تازه خبرونه
سږ کال به دوه پر درېیمه برخه افغانان مرستو ته اړتیا ولري – یوناما مشره
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د چارشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې په روان کال کې به ۲۸ میلیون افغانان، چې د دې هېواد د وګړیو دوه پر درېیمه برخه جوړوي؛ د ځان ژغورنې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ پر دغې مرستې به ۴.۶۲ میلیارد دالر ولګېږي او شاوخوا ۲۰ میلیون خلک د خوراکي توکو د خوندیتوب له بحران سره مخ دي، چې شپږ میلیون وګړي د قحطۍ په څېر شرایطو کې یوازې یو ګام لرې دي.
اوتونبایوا وایي: زمونږ بشردوستانه کړنه د مخ پر زیاتېدونکي پېچلي لاسرسي او امنیتي چاپېریال له کبله ننګول کیږي.
هغې زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت په نادولتي بنسټونو (NGOs) کې د ښځو پر کار کولو بندیز زیانمنو خلکو ته د مرستو د رسیدو یوازنی خنډ ندی. هغې دا هم ویلي؛ وېره لري، چې د ملګرو ملتونو لپاره پر کار کووونکیو ښځو به هم بندیز ولګیږي او له کارکولو به منع شي.
اوتونبایوا ویلي، د نادولتي موسسو لپاره د ښځو د کار کولو بندیز او د لوړو زدهکړو څخه د ښځو منع کول به د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو لپاره ښې پایلې ونهلري.
هغې خبرداری ورکړی، چې که ښځو ته د کار کولو اجازه ورنکړ شي؛ د افغانستان لپاره به مالي مرستې هم لږ شي.
اسلامي امارت ویلي، چې د میرمنوحقونو ته درناوی لري او د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستلو لپاره کار روان دی.
د امنیت شورا ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي، چې شونې ده په نږدې راتلونکي کې د ملګروملتونو مرستیالۍ دفتر دنده پای ته ورسیږي اود دې شورا غړي په افغانستان کې د دغه ماموریت د غزېدو ملاتړ کوي.