تازه خبرونه

سږ کال به د خوست ۱۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شي-حبیبي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هر کال د افغانستان سلګونه ټنه تور جلغوزی ګاونډ دولت پاکستان ته قاچاق کیږي او له پروسس او بسته بندۍ وروسته نړیوالو بازارونو ته یې د پاکستان په نوم صادروي.

د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، په افغانستان کې د چین له سفارت سره داسې یو هوکړه لیک لاسلیک شوی، چې له مخې به یې سږ کال لس تڼه او په راتلونکيو کالونو کې سلګونه ټنه جلغوي د افغان جلغوزیو په نوم دغه هېواد ته صادرشي.

هغه زیاتوي، همدا اوس په خوست ولایت کې د پېنځه میلیون امریکایي دالرو پر ارزښت د جلغوزیو د ځانګړي مارکیت او د پروسس فابریکې د جوړولو چارې روانې دي او نور به د افغان جلغوزيو د قاچاق مخه ګاونډ دولت پاکستان ته ونیول شي.

د نوموړي په وینا؛ افغان جلغوزي به په خوست کې پروسس او بسته بندي کیږي او له دې ځایه به په افغان نوم چین او اروپایي هېوادونو ته په مستقیم توګه صادریږي.  

د جلغوزیو سوداګر خان محمد وایي، اوس هم دوی اړ دي، چې خپل جلغوزي په قاچاقي توګه پاکستان ته یوسي؛ ځکه دلته جلغوزي د ځانګړي پروسس فابریکه او بازار نه لري.  

ویل کیږي، هر کال د میلیونونو دالرو پر ارزښت په سلګونه ټنه تورجلغوزي پاکستان ته قاچاق کیږي. که دلته جلغوزیو ته د پروسس فابریکې جوړې او بازار ورته برابر شي؛ نو له دې لارې به د داخلي سوداګرو ترڅنګ افغان دولت ته هم ډېر عاید په لاس ورغلي وي.

خبریال: فریدالله ظاهر 

Trending

Exit mobile version