پرمختګ او بشپړتیا
سږ کال به په ټول هېواد کې زعفرا ن وکرل شي- راشد
د کرنې اومالدارۍ وزارت مسوولین وا يي، چې سږ کال به په ټول هېواد کې زعفرا ن وکرل شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، په ټول هېواد کې د زعفرانو د پیازو د وېش لړۍ بزګرو ته پیل شوې او تر اوسه يي ۲۸۰ ټنه د زعفرانو پیازهغه بزګرو ته ورکړي، چې غواړي دغه نبات نوی وکري.
د کرني او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وايي، د هېواد په کچه زرګونه بزګرو د زعفرانو له کښت سره لیوا لتیا ښودلې او غواړو، چې ورسره په ډې برخه کې مرسته وشي.
د هغه په وینا؛ تر اوسه پورې مو د زعفرانو د محصول، کښت او حاصل ټولولو په برخه کې پېنځه زره بزګر روزلي او د محصولاتو د وچولو ماشینو نه مو هم ورکړي دي.
د کرني او مالدارۍ وزارت د معلو ماتو له مخي تېر کال په افغانستان شاو خوا څلور ټنه زعفران وچ شوي وه.
د غه وزارت په پلان کې لري، چي تر راتلونکیو پېنځه کلونو د زعفرانو د تولید کچه نوره هم لوړه کړو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وایي؛ هغه طرح، چې مو د زعفرانو لپاره برابره کړي تر راتلونکیو پېنځه کلونو باید د زعفرانو تولید له څلورو ټنو څخه ۱۴ ټنو ته لوړ شي او نور یې هم د پراختیا په هڅه کې یو.
په تېرو د یارلس کلونو کي د زعفرانو د محصولاتو په وړاندې د بازار نشتون لویه ستونزه وه. اوس، چې له چین هېواد سره نوی ترانزیتي تړون لاسلیک شوی؛ نو له دې وروسته به مو محصولات د چین بازارونو ته پراخ لاسرسی ولري.
خبریال: اسلم حجاب.