پرمختګ او بشپړتیا

سږ کال به په ۳۱ ولایتونو کې سویابین وکرل شي- راشد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وایي،  د سویابین نبات، چې اوس په دوه ویشتو ولایتونو کې کرل کیږي؛ په روان کال کې به په ۳۱ ولایتونو کې وکرل شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، د خوارځواکي په وړاندې مبارزه کې دغه ګام پورته کیږي او په دې سره به د سویابین په محصولاتو کې  د پام وړ زیاتوالی راشي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ تېرکال هم له ۲۲ ولایتونو څخه نږدې ۴ زره ټنه محصولات درلودل. هڅه کوو دغه رقم ۸ زره ټنو ته لوړ کړو، چې په هېواد کې د پروتین لرونکیو خوړو زمینه پراخه شي.

په هلمند کې، چې د کوکنارو ستره برخه کرل کیږي، هم د سویابین د کر پلان نیول شوی دی. ښاغلی راشد زیاتوي، په دغه ولایت کې به په شپاړس زره اووه سوه جریبه ځمکه کې سویابین وکړل شي.

دی وایي؛ هدف دا دی، چې په دغه ولایت کې کروندګر د کوکنارو له کر لاس واخلي.

د هغه په وینا؛ هڅه کوو، چې د سویابین د نبات په اړه خلکو ته دعامه پوهاوي په برخه کې هم کار وکړو.

سویابین نبات له پېنځه دېرش څخه تر څلوېښت سلنه پروتین لري،  چې د داکترانو په وینا د خوارځواکۍ په له منځه وړلو کې ګټور دی.

ویل کیږي، چې دغه نبات لس کاله مخکې له امریکا څخه افغانستان ته را ولیږدول شو او په دوه زره څلورم کال کې د لومړي ځل له پاره په بلخ ولایت کې کروندګرو ته ووېشل شو.

په بلخ کې د دغه نبات محصول د امریکا په پرتله څو برابره زیات دی.

خبریال: اسلم حجاب.

 

Trending

Exit mobile version