سوداگري

سږ کال د کندهار انځرو صادراتو ۱۱۲ میلیون ډالر عاید کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۰, ۱۴۰۰)

سږکال له کندهاره اتلس زره ټنه انځیر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې یو سل و دولس میلیون ډالر عاید یې کړی دی.

بڼوال خپل انځر په کندهار ښار کې د انځرو سرای ته له لرې پرتو ولسواليو څخه د پلورلو لپاره رالېږدوي او وايي؛ سږکال د انځرو پېرو او پلور دواړه ښه دي؛ خو يوازنۍ ستونزه د پيسو د ورکړې ده، چې د بانکي ستونزو له کبله سوداګر نشي کولی بڼوالو ته پخپل وخت پيسې ورسوي .

د انځیرو سوداګرو او بڼوالو د څرګندونو له مخې؛ سږکال د انځیرو بازار ښه دی، خو د بانکي ستونزو او د بهرنيانو له لوري د افغانانو د پيسو د کنګل کېدو له کبله له ډېرو مالي ستونزو سره مخ دي .

د انځرو او وچو میوو سوداګر عبدالبصیر وايي؛ د دوی انځر د افغانستان پر مارکه په کرېټونو کې بهر ته صادريږي، چې ډېره برخه يي هندوستان ته ځي .

په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهير وايي؛ سږکال له کندهار څخه تر دې مهاله اته لس زره او یو اتيا ټنه انځر بهر ته صادر سوي، چې په سلوکې اويا يي هندوستان او پاتې نور يي نورو هېوادوته صادر شوي، چې له کبله يي يو سلو دوولس ميلويون ډالر هېواد ته راغلي .

د کندهار سوداګر د امریکا پر مشرتابه د نړیوالو له لوري د افغانانو د پيسو کنګلول يوه لويه جفا بولي او غواړي، چې دې کړنې د ټولو افغانانو او د سوداګرۍ چارې له ستونزو سره مخ کړي دي .

Trending

Exit mobile version