تازه خبرونه

سږ کال په افغانستان کې د پولیو۱۲پېښې ثبت شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان ته د پولیو یا ګوزڼ ضد نوی واکسین را رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي که امنیتي ستونزې یې د کار مخه ونه نیسي، په دریو کلونو کې به له ټول هېواد څخه د ګوزڼ ناروغي ورکه کړي. سږ کال په افغانستان کې د پولیو۱۲پیښې ثبت شوې دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لاهم د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پکې شته ده. د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي چې د ګوزڼ ضد نوی واکسین یې تر لاسه کړي چې په پلي کولو سره به یې دغه ناروغي له منځه لاړه شي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي: «دا واکسين د (اېن اکټېوېټېډ) واکسينو په نامه دي، دا خپله مړه وېروس دي، اغېز يې ډېر زيات دی، ښه معافيت لري، په ټول هېواد کې پلي کېږي او ۹۵ په سلو کې اغېز لري. دا واکسين له يو کلن ښکته ماشومانو ته په وړيا توګه ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزیر وايي چې امنیتي ستونزې د پولیو یا ګوزڼ د واکسین د پلي کېدو مخنیوی کوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز همداراز زياتوي: «ځينې ستونزې شته دي په ځانګړې توګه په ناامنه سيمو کې چې وسله وال مخالفين د واکسينو د پلي کولو اجازه نه ورکوي خو په ټولو هغو سيمو کې موږ هڅه کوو چې هلته د دولت کنټرول لري، په بشپړه توګه يې پلي کړو.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ دوولس پېښې ثبت شوې دي. د مسولینو په وینا زیاتره دغه پېښې په هغو کسانو کې لیدل شوي چې په پرلپسې توګه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

Trending

Exit mobile version