تازه خبرونه

سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان  بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي  یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه يي دا پیسې تر لاسه کړې ندي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندو یه پلاوي یا یوناما مشرې امنیت شورا ته د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانانو پر اقتصادي وضعیت د اندېښنې ښکاره کولو تر څنګ ویلي؛ سږ کال په افغانستان کې له ۲۳ میلیون ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي  یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته ضرورت لري. د دې لپاره ملګرو ملتونو د درې میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې وه، چې تراوسه يي دا پیسې تر لاسه کړې ندي.

میرمن او تنبایووا وایي، چې  ژمی راروان دی او افغانستان ته له ګاونډ هېوادونو د سلګونه زره کډوالو له ستنېدو سره به اقتصادي ستونزې نوره هم ډېره شي.

د هغې د څرګندونو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې پر افغان میرمنو د کار او زده‌کړو بندیزونه هم پخپل ځای پاتې دي.

روزوا اوتنبایووا ریاته کړې؛ د افغانستان وګړي د یو پراخیدونکي ناورین سره د مخ کېدو په حال کې دي. په داسې حال کې، چې مالي سرچینې له کمښت سره مخ دي؛ د بشري مرستو لپاره مو له نړیوالي ټولنې څخه درې میلیارډ ډالر غوښتي وه، چې تراوسه ۹۰۰ میلیون برابرې شوي دي. باوري نه یم؛ هغو مالي منابعو ته، چې اړتیا لرو تر لاسه يي کړو. اوس د کال په روستیو کې یوو؛ انساني ناورین به ډېر ژر په یوه پراخ کړکېچ بدل شي.

دغه راز اتونبایوا وایي، چې: مونږ په افغانستان کې د لسیزو جګړو د سیاسي میراث شاهدان یوو. افغانستان اوس له نړیوالې ټولنې جلا شوی دی؛ طالب چارواکو په وزارتونو کې داسې کسان ګمارلي، چې سفر نشي کولی او تر سفري بندیزونو لاندې دي. په قصدي یا غیر قصدي ډول په ښځو داسې محدودیتونه لګوي، چې نړیوالې ټولنې ته منفي پیغام لېږدوي.

د امریکا او بریټانیا استازو هم د بشري حقونو وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو د عادي کولو شرط د ښځو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی دی.

په امنیت شوراکي د روسیې استازی وايي، چې د غربي نړۍ د وړاندویېنو خلاف سره له دې، چې د نړیوالو لخوا له بندیزونو او تحریمونو سره مخ دی؛ خو افغانستان اوس هم  پخپل حال دی. باید نړۍ له افغانانو سره په ځانګړي توګه له افغان بزګرو سره د بدیلو کښتونو په برخو کې همکارۍ ډېرې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيي استازی نبنزیا وایي:  هیله لرو، چې ټول مرستندویه هېوادونه له هر راز تبعض پرته د افغانستان له خلکو سره بشري همکاري زیاته کړي. په ځانګړي ټتوګه هغه بزګر، چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته اړتیا لري؛ ور سره همکاري زیاته شي.

په امنیت شورا کې د چین استازي هم له افغانستان سره د نړیوالو لخوا د بشري مرستیو پر پرا ختیا ټینګار کړی او له امریکا يي غوښتي، چې د افغانستان پانګه له قید او شرط پرته ازاده کړي.

په امنیت شورا کې د چین استازي ویلي؛ مونږ له امریکا غوښتنه کوو، چې د افغانستان اوسنۍ کنګل شوې پانګه له قید او شرط پرته ازاده کړي او د افغانستان اوسنیو مسوولینو ته يي وسپاري.

د اقتصاد وزارت وايي، که څه هم د افغانستان په اړه وړاندې شوي ځینې راپورونه له حقایقو لري دي؛ خو تمه ده، چې له افغانانو سره به بشري مرستې روانې پاتې شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري زیاته کړې: که څه هم له افغانستان څخه د نړیوالو بنسټونو لخوا وړاندې شوي راپورونه له حقایقو سره ډېره همغږۍ نلري؛ خو هیله لرو، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره خپلې بشري مرستي زیاتي کړي او هغو کسانو ته مرستې ورسیږي، چې په رښتینی توګه اړتیا ورته لري.

د ملګرو ملتونو دې لوړ پوړي چاروا کې ټینګار کړی، چې افغانستان ته اوسمهال ۲۰ سلنه بشري مرستې  رسېدلي دي، د امنیت شوراته یوناما په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغان ښځو، ماشومانو او مشرا نو سره مرستې روانې وساتي، افغانستان ته د ستنېدونکیو کډوالو د بیا جذب په چاره کې همکاري وکړي او له طالبانو یې وغوښتل، چې د مرستندویانو په چارو کې له مداخلو لاس واخلي.

Trending

Exit mobile version