سوداگري

سږ کال په ننګرهار کې ۵۱۶ ټنه ممپلي راټول شوي

Published

on

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې کروندګرو او سوداګرو ويلي؛ د تېر کال په پرتله د ممپلیو په حاصلاتو کې د تېرکال پر پرتله ډېروالی راغلی دی.

سیمه ییزو مسوولینو څرګنده کړې؛ سږ کال د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۲۴۰ هکتاره ځمکه کرل شویو ممپلیو ۵۱۶ ټنه حاصل ورکړی دی.

کروندګر او سوداګر ويلي: خوښ دي، چې حاصلات يې لوړ شوي او ځايي بازار يې هم ښه دى؛ خو دوی وايي هیله من دي، چې ډېر ژر به خپل تولیدات صادر کړي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي: په دغه ولایت کې د ممپلیو کښت ډېر شوی؛ د راټولولو، وریتولو او پروسس سیستم یې هم ښه شوی دی. په جلال آباد ښار کې خلکو ته د کار د زمینې د برابرولو لپاره ګڼې بټۍ جوړې شوي دي.

ویل کیږي؛ د کرنې او اقتصاد وزارتونو له لارې هڅې روانې دي، چې په بهرنيو هېوادونو کې تازه او وچو مېوو ته بازار پيدا شي.

Trending

Exit mobile version