تازه خبرونه

سږ کال په هېواد کی د میوې حاصلاتو ښه وده کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې وزارت وایي، چی سږ کال په هېواد کی د میوې حاصلاتو ښه وده کړې او دا به د افغانستان د اقتصاد په پراختیا کی مهم رول ولري.
د افغانستان د کرنی وزارت د عامه اړیکو رئیس لطف الله راشد وایی، چی د تېرو کلونو په پرتله د میوی حاصلاتو ښه وده کړې، چی د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره رغنده رول لري.
نوموړی د میوو د حاصلاتو د ودې لامل د زراعتي کمپاینونه، بزګرانو او بڼوالو ته روزنیز پروګرامونو او مناسب اقلیمی شرایط وښودل.
خو د کابل یو شمېر بزګران او بڼوال بیا دا مني، چی سږکال د دوی میوو ښه وده کړې او ډېر حاصلات لری، خو دوی د یو لړ ستونزو لکه د نباتي ناروغیو لپاره درمل او د میوو لپاره د سړخونو او بازارموندنې له امله شکایت لري.
دوی له دولت او اړوندو مسئولینو څخه د لازمو تدابیرو غوښتونکي دي.
خو د کرنې وزارت مسئولین بیا د کابل په شمال کی د یو لړ نباتي ناروغیو خورېدل مني خو وایی، چی د دغو نباتي ناروغیو د درملنې لپاره د دوی سیار ټیمونه موظف شوي دي او ډېر ژر به دغو نباتي ناروغیو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

Trending

Exit mobile version