لوبی

سکاتلیند په ۲۰ اوریزو سیالیو کې ویست اندیز ته ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۱)

سکاتلیند د دوشنبې پر ورځ په ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام کې د ویست اندیز پر وړاندې ۴۲ ګټونکې منډې ترسره او ځان یې بریا ته ورساوه.

سکاتلیند په ۲۰ آورونو کې د ۵ لوبغاړيو پر له لاسه ورکولو ۱۶۰ منډې جوړې کړې او نړۍ ته یې وښوده، چې په اړوند سیالیو کې به یې ماته ستونزمنه وي.

د ویست اندیز وروستی لوبغاړی له پرلپسې هڅو سره سره په ۱۱۸ منډو کې وسوځید او ماته یې ومنله.

سکاتلینډ به د چارشنبې پر ماسپښین یی آیرلیند سره سیالي وکړي.

‌د لومړي پړاو دغه لوبې، چې نن یکشنبه پیل شوې د همدې میاشتې تر ۲۹ به روانې وي.‌ بیا به له هر ګروپه دوه دوه لوبډلې دوه یم پړاو ته لار مومي او هلته به له سته ۸ لوبډلو سره یو ځای کېږي.

د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.‌

افغانستان په لومړي‌ ګروپ کې له کوربه هېواد آسترالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.

په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.

د کرکت نړيوال شل آوريز جام د لومړي پړاو سیالۍ، چې په آستراليا کې ترسره کیږي.

کرکت مینوال کولی شي د دغو لوبو بهیر له آریانا تلویزیوني شبکې څخه هره ورځ سهار ۸:۳۰ په ژوندۍ بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version