ساینس او ټیکنالوژي
سکایپ له ۲۲ کلن خدمت وروسته خپلې هڅې پای ته ورسولې
د راپورونو له مخې؛ کاروونکي د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې وخت لري، چې د سکایپ له دایمي بندېدو مخکې خپل معلومات ډاونلوډ یا انتقال کړي.
سکایپ Skype چې د انټرنیټي اړیکو یو مخکښ و؛ د دوشنبې پر ورځ( د غویی پر پېنخلسمه) نږدې ۲۲ کاله وروسته خپلې هڅې پای ته ورسولې.
سکایپ، چې په ۲۰۰۳ کې هڅې پیل کړې، چې د انټرنیټ له لارې د وړیا غږ او ویډیوي اړیکو د چټکتیا لپاره پر یوه انقلابي وسیله بدله شوه. د ۲۰۱۰ کال د دوهیمې لسیزې په نیمایي کې یې له ۳۰۰ میلیون څخه ډېر میاشتني کاروونکي راجلب کړل.
دې وړیا پاڼې له زوم یا فیس ټایم څخه ډېر مخکې د نړۍ د خلکو د اړیکو لار بدله کړه.
مایکروسافټ په ۲۰۱۱ کال کې سکایپ د ۸.۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت ترلاسه کړ، چې موخه ترې د خپلو اړیکو د سټراټیژۍ یوه بنسټیزه برخه وه؛ خو د سیالو اپلیکیشنونو له زیاتېدو سره لکه واټساپ، زوم او په پای کې ټیمز او مایکروسافټ؛ د سکایپ محبوبیت راکم شو.
مایکروسافټ د فبروري پر اتهویشتمه اعلان وکړ، چې د می پر پېنخمه به سکایپ بند کړي، چې خپل خدمات ساده کړي او د اړیکو او همکارۍ لپاره ټیمز ته لومړیتوب ورکړي.
دا بندښت به د سکایپ پر وړیا او تادیه شويو کاروونکو دواړو اغېزه وکړي.
مایکروسافټ له کاروونکو څخه غوښتي، چې د skype.com څخه لیدنه وکړي او د “ټیمز کارول پیل کړئ” د سکایپ ټول چټونه او اړیکې به د ټیمز له لارې د ورته ننوتلو اسنادو پر کارولو د لاسرسي وړ وي.
د راپورونو له مخې؛ کاروونکي د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې وخت لري، چې د سکایپ له دایمي بندېدو مخکې خپل معلومات ډاونلوډ یا انتقال کړي.