تازه خبرونه

سیاسي شنونکی او لیکوال محمد حسن حقیار نیول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سیاسي شنونکی او لیکوال محمد حسن حقیار نیولی دی.

ځینو رسنیو د ملي امنیت د اړوند سرچینو له قوله ویلي، چې دغه ریاست حقیار په خلکو کې د وېرې خپرولو او له ترهګرې څخه د ملاتړ په تور نیولی دی.

 محمد حسن حقیار، چې د هېواد د بېلابېلو تلویزیونونو سیاسي شننې پېژندل شوی او په سیاسي شننوکې  یې  برخه اخیستې؛ له هغې وروسته ونیول شو، چې دوه ورځې مخکې په یوه تلویزیوني سیاسي شننه کې یې وژل شوي طالب مشر ملا اختر محمد منصور ته د شهید خطاب وکړ.

ملي امنیت په داسې حال کې حقیار نیولی، چې له دې وړاندې یو شمېر کسانو پر ملي او اسلامي ازرښتونو ملنډې وهلي او د افغانستان نوم او شخصیتونه یې تر پوښتنې لاندې راوستي؛ خو نیول شوي نه او سرې سترګې ګرځي. 

Trending

Exit mobile version