تازه خبرونه

سیاسي ګوندونه په حکومت کې طالبانو ته ۵۰ سلنه ونډه ارزوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۹)

سیاسي بهیرونو ویلي، چې د زلمي خلیلزاد لخوا په ټولګډونه حکومت کې وړاندیز شوې پنځوس سلنه برخه طالبانو او پنځوس سلنه نوره سیاستوالو او حکومت ته تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوې ده.

ټاکل شوې وه، چې د واک راتلونکې او په افغانستان کې د حکومت بڼه د افغانانو له خپلمنځي ناستې وروسته معلوم شي؛ خو واشنګټن په دې برخه کې نوي ګامونه پورته کړي دي.

د امریکا نوې ادارې د خلیلزاد په لاس کابل او دوحې ته د ټولګډونه حکومت جوړولو طرحه ولېږله؛ هغو سیاستوالو، چې له زلمي خلیلزاد سره کتلي وایي؛ د امریکا وړاندیز د حکومت او طالبانو تر منځ د واک برابر وېش دی، چې ښکاري سیاسي لوریو دا طرحه رد کړې ده.

سرچینو څرګنده کړې؛ په ولایتونو، وزارتونو، ملي شورا، عدلي او قضایي بنسټونو کې طالبانو ته له حکومت سره د سمې نیمایي برخې وړاندیز شوی دی.

جمعیت اسلامي ګوند ویلي، چې د حکومت، سیاستوالو او طالبانو تر منځ د واک وېش یې امریکا ته وړاندیز کړی دی.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی ستار مراد وایي: مونږ دا طرحه تر ارزونې لاندې نیولې او منو یې هم نه. واک باید د حکومت، سیاسیونو او طالبانو تر منځ ووېشل شي.           

طالبانو له دې مخکې ویلي وه، چې حاضر ندي د سولې په خبرو کې له خپل دریځ یو ګام هم شاته شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د حکومت له آدرسه د امریکا دې طرحې ته د رد ځواب ورکړ.

هغه سیاستوال، چې یوه ډله یې د جمهوریت تر چتر لاندې ټولګډونه نظام مني او دوه یمه ډله بیا د دې طرحې پر ارزونه غواړي.

د حزب اسلامي مرستیال حفیظ رحمان نقي وایي: دا طرحه وروستۍ نه، بلکې د تعدل او بدلون وړ ده. سیاسیون یې ارزوي او په اړه یې یوې منلې پایلې ته رسیږي. د مسکو او انقرې ناسته د همدې طرحې لپاره ترسره کیږي.        

د افغانستان د سولې د هوکړه لیک د مسودې په ځینو برخو کې هم ویل شوي، چې جمهوریت او طالبان به د  سولې د انتقالي حکومت د غړیو په ټاکلو کې برابره ونډه ولري.

Trending

Exit mobile version