تازه خبرونه
سیاسي فعال حسن حقیار تېره شپه د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی
ښاغلی حسن حقیار سیاسي فعال دی، چې تر ډېره د سولې بهیر اړوند مسایل په رسنیو کې څېړي.
نوموړی د چارشنبې پر شپه( د لړم اتمه) د خپل کور پر لوري روان و، چې د ناڅرګندو وسلوالو تر برید لاندې راغی.
د ښاغلي حسن حقیار خپل نذیراحمدزي د ایمرجنسي روغتون دروازې ته نږدې آریانا نیوز ته ویلي، چې د حقیار پر موتر څو ډزې شوي، چې یوه مرمۍ پر پښه لګېدلی دی.
ښاغلي حقیار، چې د پنجشنبې پر ورځ له روغتون څخه کور ته لیږدول شوی؛ څرګندوي، چې له هیچا سره دښمني نلري؛ خو په خبره یې دا برید د بیان آزادۍ د دښمنانو لخوا شوی.
هغه زیاته کړې، چې د وروڼو تر منځ د یووالي له کاره نه پر شا کیږي او له دې وروسته به هم دوام ورکوي.
سیاسي فعال فیض محمد ځلاند ویلي؛ له تېرو پېنځه کلونو راپدیخوا د کابل ښار بشپړ ناامنه شوی او ان لومړۍ، دوه یمې او درېیمې ناحیې ولسوالیو ته ورته سقوط کړی دی.
مخکې له دې هم ځینې سیاسي فعالان د ورته بریدونو هدف ګرځیدلي دي؛ خو پولیس پر ښاغلي حسن حقیار د برید په تړاو غلي دي او څه نه وايي.