تازه خبرونه

سیاسي ډلو په را روانو پارلماني ټاکنو کې د خپلې ونډې غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیاسي ډلو پر حکومت غږ کړی، چې په را روانو پارلماني ټاکنو کې د دوی رول له پامه ونه غورزول شي؛ پر تذکرو یې د ځانګړې نښې یا ستیکر له نښلولو سره هم مخالفت وښود او تور یې پورې کړ، چې حکومت او کمیسیون ټاکنې پخپله ګټه څرخوي.

که څه هم د افغانستان د ټاکنو څرنګوالی د واحدې رایې، چې د لیږد وړنده پر بنسټ ولاړ دی؛ خو اوس یو شمېر سیاسي ډلې او ګوندونه پر حکومت او ټاکنو خپلواک کمیسیون غږ کوي، چې په ټاکنو کې د دوی ونډه روښانه کړي.

د یو شمېر ګوندونو استازیو ټاکنو ته د نوملیکنې پر بهیر هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې پر تذکرو د ځانګړي نښان یا ستیکر لګول د درغلیو مخه نشي نیولی او د ټاکنو لپاره یې نوې کړنلاره وړاندې کړه.

د جمعیت اسلامي غړی محی الدین مهدي وایي: ګوندونو د غویی پر ۲۹ د ام دي آر ( د رایو لیږد)  نومې ټاکنیز نطام ګډه طرحه تصویب کړه او ټاکل شوې وه، چې په دې اړه یوه نسخه څلور اړخیز کمیسیون ته وسپاري؛ خو حکومت ورته پاملرنه ونکړه او تر دې دمه دغه کمیسیون جوړ نشو.

د حزب وحدت اسلامي افغانستان غړی اسدالله سعادتي وایي: مونږ به چاته اجازه ورنکړو، چې د ځانګړیو غوښتنو او د دیموکراسۍ له اصولو څخه په ګټه اخیستنه د افغانستان پر ملي سرنوشت لوبې وکړي.

د افغانستان ملي جنبش غړی بشیر احمد ته ینج وایي: مونږ ټول ګوندونه او نړیوال اتئلافونه دې پایلې ته رسیدلي یو، چې د ټاکنو روان بهیر د افغانستان خلکو ته د ګټې پر ځای زیان رسوي او د یو بل بحران پیل ګڼل کیږي.

سیاسي ګوندونه دا وړاندیزونه په داسې حال کې کوي، چې د ټاکنو لپاره لږ وخت پاتې دی او د سیستم بدلون هم ناشونی بریښي.

د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان غړی محمد ناطقي وایي: دا د ګوندونو یوه مقدماتي ناسته وه او ټینګار هم پر دې و، چې غوښتنې یې عملي شي. که عملي نشي؛ نو بیا به پر پراخو لاریونونو لاس پورې شي. مونږ د اس ان ټي وي سیستم سره مخالف یو.

د ټاکنو لپاره نوملیکنه روانه ده، چې د مسوولینو پر وینا په تېرو څلیریشت ساعتونو کې پېنځه ویشت زره کسانو نوملیکنه کړې او پر تذکرو یې ستیکرونه لګولي دي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version