تازه خبرونه

سیاسي ګوندونه دې د رای ورکوونکیو د بایو متریک عملي ضمانت وکړي- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د رای ورکوونکیو بایو متریک کولو ته به هغه وخت چمتو شو، چې د ټاکنو پر نېټه اغېز ونکړي.

په دې وروستیو کې سیاسي ګوندونو د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه د ولسي جرګې د ټاکنو پر ورځ د رای ورکوونکيو د بایو متریک کولو غوښتنه کړې، چې ولسمشریزې ټاکنې هم پر بایو متریک سیستم تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ چمتو یو، چې رای ورکوونکي بایو متریک شي؛ خو په هغه صورت کې ، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډ لامل نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وايي، چې له سیاسي ګوندونو سره د رای ورکوونکیو د بایو متریک پر بهیر خبرې کوو او له سیاسي ډلو غواړو، چې د دغه بهیر د عملي کیدو ضمانت ورکړي.

ښاغلي هاشمي ویلي؛ قراردادیان قرارداد ته چمتو دي او تخنیکي وسایل هم چمتو کولی شي؛ خو مونږ دا ډاډ غواړو، چې که د ټاکنو پر ورځ وسایل خراب شي څوک یې ضمانت کوي آیا قراردادیان او که محترم ګوندونه؟!

هغه زیاته کړې؛ آیا د پیسو ژمنه یوناما کوي که ګوندونه او  یا حکومت؟! په داسې حال کې ، چې برق نلرو او وخت هم لږ دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دارالانشا پخوانی رييس امام محمد وریماچ وايي، چې د بایو متریک د لوړ لګښت بهیر ډېر وخت ته اړتیا لري. 

د نوموړي په وینا؛ دا ستونزمنه ده، چې تکنالوژي وپېرو، معرفي یې کړو، کارکوونکي ورته وروزو؛ ځکه، چې دا بهیر وخت غواړي. ښه به وي، چې له ټاکنو وروسته پر دغه وړاندیز کار پیل شي.  

د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم د سیاسي ګوندونو دغه غوښتنه په اوس وخت کې د عملي کیدو وړ نه ګڼي او وايي، که سیاسي ګوندونه پرې ټينګار وکړي؛ نو ښايي ټاکنې بحراني شي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده وایي، چې اوس لږ وخت لرو، بایومتریک ناشونی دی او که ګوندونه پر خپل وړاندیز ډېر ټینګار وکړي ټاکنې به مو بحراني شي.

ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي؛ خو ناامنیو او جګړو سر له اوسه د ټاکنو پر بهیر خپل سیوری غوړولی دی.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version