تازه خبرونه

سیاسي ډلو له وسلوالو طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د خلکو د لوی ملي ائتلاف غړي، حکومت له وسلوالو طالبانو سره په خبرو کې ناکام ګڼي او ټينګار کوي، چې اوس سیاسي ډلې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو هڅې کوي.

د احمد شاه مسعود د ترور په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې یو ځل بیا د هېواد پر سیاسي مسایلو تمرکز رامنځته شو او جهادي رهبر عبدرب رسول سیاف څرګنده کړې، چې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو پر تګلاره کار کوي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د سولې له هر ګام هرکلی وکړ او وايي؛ د هېواد هر وګړی حق لري، چې د سولې لپاره هڅې وکړي، خو په دې شرط، چې د نظام مشروعیت ته زیان پېښ نکړي.

له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې د سیاسي ډلو او ګوندونو لپاره مهمې بريښي؛ نو، ځکه یې د سولې لپاره د کمیسیون په جوړولو کار پیل کړی دی.

د افغانستان د خلکو د لوی ائتلاف غړی احمد ضیا مسعود وایي، چې دلته هیڅوک له امنیته راضي ندي او هغه ډلې، چې د حکومت پر وړاندې جنګیږي هم پر حکومت باور نلري؛ ځکه، چې ژمن ندی. همدا لامل دی، چې مونږ د سولې کمیسیون رامنځته کړ.

له ناامنیو اندېښنې مخ پې ډېریدو دي او د امنیت د ټينګښت لپاره د ځينو خلکو هیلې پر ناهیلۍ اوښتي دي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی محمد یونس قانوني وایي، چې تاسې د وسلوالو مخالفانو ولکه د هېواد د یوې برخې پر جفرافیه او د پردې تر شاه لوبه احساسوئ. دا هغه ویښوونکی غږ دی، چې مونږ یې درې کاله مخکې وړاندوینه کړې وه.  

په ټوله کې حکومت، سیاسي ډ‌لي او خلک راتلونکیو ټاکنو ته په تمه دي، چې ګواکي شفافې ټاکنې به اوسنیو ګډوډيو ته د پای ټکی کیږدي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version