تازه خبرونه

سیاسي تربګنیو د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي- جنرال نیکولسون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ناتو پخوانی قومندان وايي، چې د دغه هېواد د سیاستوالو تر منځ تربګنیو د سولې خبرې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د ناتو پخواني عمومي قومندان ویلي، چې په دغه هېواد کې د سولې پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې د سیاستوالو تر منځ د نظر اختلافونه دي.

جنرال نیکولسون له امریکا غږ سره په خبرو کې له افغان سیاستوالو غوښتي، چې خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او د سولې لپاره اجماع  رامنځته کړي.

 جنرال نیکولسن وايي چې په افغانستان کې د سولې لپاره باید سیاستوال اجماع ته ورسیږي.

نوموړی وایي؛ په هر هېواد کې سیاسي اوښتون راځي او د سیاستوالو تر منځ د نظر اختلافونه پیدا کیږي، خو دا یوه روښانه خبره ده، چې دا ډول اختلافونه د سولې خبرو ته زیان اړوي.

جنرال نیکولسن څرګنده کړې، چې اوس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو وخت دی؛ نو، ځکه هغه له وسلوالو طالبانو غواړي، چې د سولې خبرو ته کښیني.

جنرال هیله ښودلې، چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر شي او وایي؛ په طالبانو کې هغه کسان، چې د تاوتریخوالي مخالف دي اوس یې وخت دی، چې جګړه پای ته ورسوي او ټول اړخونه اختلافونه یوې خوا ته کړي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، چې د سولې په برخه کې د سیاسي اجماع لپاره هڅې روانې دي.

که څه هم په افغان حکومت کې د سولې لپاره بېلا بېلې نظریې موجودې دي؛ خو اوس مسوولین وايي، چې د ټولو ښکېلو خواوو سره له خبرو وروسته به یو هر اړخیز پلاوي د سولې د خبرو لپاره وټاکي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرې به له روژې وروسته د قطر په دوحه کې بیا پیل شي؛ خو لدې خبرو مخکې به د سولې په اړه سعودي عربستان هم د یوې ناستې کوربتوب وکړي.

Trending

Exit mobile version