تازه خبرونه
سیاسي بهیرونه د ټاکنو د ګډوډولو په هڅه کې دي- د ولسي جرګې غړي
دوی وایي، دا سیاستوال هڅې کوي، چې خپله واک و ځواک تر لاسه او هېواد له یوه ستر بحران سره مخ کړي.
په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقیس روشن ویلي، چې د حامد کرزي، عطامحمد نور، اسمعیل خان او قانوني په څېر سیاستوال لکه لیوان په تمه دي، چې څه به رامنځته کیږي؛ غواړي، چې واک و ځواک تر لاسه او بیا وروسته د بېوسه تش لیریو لیوانو په څېر د یو او بل خېټې څیرې کړي، چې دا کار د خلکو لپاره د منلو ندی.
د ولسي جرګې د غزني استازي عبدالقیوم سجادي ویلي؛ یو شمېر خلکو د ټاکنو د ګډوډولو لپاره ملا تړلې ده، چې دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړي. په داسې حال کې، چې د خلکو لږ ګډون یې مشروعیت ندی زیانمن کړی او دغه ملي بهید باید له ننګونو سره مخ نشي.
د دې جرګې د خوست استازی کمال ناصر اصولي پوښتي، چې له ټاکنو وروسته د موقت حکومت له مطرح کولو څخه د دغو څېرو موخه څه ده؟
دا په داسې حال کې ده، چې د سیاسي بهیرونو غړي دا خبرې ردوي او وایي، چې د سیاسي بهیرونو خبرې پر سوله راڅرخي.
د سیاسي بهیرونو غړي شهزاده مسعود ویلي؛ د لنډمهالي حکومت په اړه خبرې ندي شوي او سیاسي شخصیتونو په ځانګړي توګه حامد کرزي په تېرو پېنځه کلونو کې د سولې لپاره هڅې کړي او په دې اړه یې خپلې هڅې روانې ساتلې دي. یارانو ته یوازې همدومره وایم، چې زمونږ په ناسته کې بېلابېلو ټاکنیزو ډلو ګډون کړی و او ټول ژمن ول، چې سوله حلکو ته لومړیتوب لري.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحمانی له ټاکنیزو کمیسیونونو غوښتي، چې پایلې د خلکو د پاکو رایو له مخې اعلام او د سیاسي بحران مخه پرې ونیسي.
د ولسي جرګې ډېر غړي وایي، چې ټاکنیزې ډلې باید د خلکو ګډون او سرښندنې په پام کې ولري او د پاکو رایو له مخې د ټاکنو پایلې ومني.