1393ټاكنې

سیاسی کارپوهان: د بریتانیا د ویلز په ناسته کې د مشروع ولسمشر حضور اړین دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ولسمشر حامد کرزي د کابینې له غړو سره په سلا مشوره کې تر اوسه دې هوکړې ته نه دی رسېدلی، چې د بریتانیا په ویلز ښار کې به د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې د افغانستان استازیتوب څوک وکړي.

د شنبې په ورځ (د وږي ۸) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پر ټاکنو او دې مسئله، چې د بریتانیا په ویلز ښار کې به د افغانستان په استازیتوب څوک ګډون کوي، خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، چې دغه ناسته د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه او له اوږدو خبرو او بحث وروسته معلومه نه شوه، چې د افغانستان په استازیتوب به په ویلز کې څوک ګډون کوي.

بلخوا د دوو ټاکنیزو ډلو استازي هم د ویلز په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.

خو سیاسي کارپوهان امین فرهنګ او میراحمد جوینده وایي، چې دغې ناسته کې د مشروع ولسمشر حضور اړین دی له دې پرته به افغانستان ستر فرصتونه له لاسه ورکړي.

ټاکل شوې، چې د بریتانیا د ویلز په ښار کې د ناټو سرمشریزه د سپتمبر په څلورمه تر سره شي. دا ناسته د افغانستان د ثبات او له ۲۰۱۴ کال وروسته د دغه هېواد د وضعیت لپاره مهمه بلل کېږي.

Trending

Exit mobile version