نړۍ
سیلابونو د برازیل په شمال ختیځ کې د اوبو دوه بندونه وړي
رویټرز راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ د برازیل په شمال ختیځ باهیا ایالت کې دوه بندونه د څو اوونیو له سختو بارانونو وروسته ویجاړ شوی او ښار یې اغېزمن کړی دی.
د راپور له مخې؛ د ایګوا بند د سې شنبې پر شپه په سویلي باهیا کې نړېدلي او هڅې روانې دي، چې په سیمه کې بند خلک ویستل شي.
دوه یم بند د یکشنبې پر سهار د همدې سیمې د شمال په ۱۰۰ کیلومټرۍ کې نړېدلی او د سیمې اوسیدونکي خوندي خایونو ته لېږدول کیږي.
د بندونو د ویجاړېدو له کبله د مړینې یا ټپي کیدو راپور ندی ورکړ شوی؛خو د سیمو پلونه او سړکونه زیانمن شوي د ي.
رویټرز سیمې ته د ژغورنې د ډلو له رسېدو خبر ورکړی دی او د هغو خلکو د ژغورنې هحې روانې دي ، چې تر دې دمه په کورونو کې بند پاتې دي.
هټۍ والو رویټرز ته ویلي: په ځینو سیمو کې د اوبو څپې نږدې درې مټرو ته لوړې شوې دي.
د باهیا والي روی کاسټرو ویلي؛ لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ خلک د سختو بارانونو له کبله اغېزمن شوي او په زرګونه خلک له شاوخوا ۶۷ ښارونو څخه ایستل شوي، چې سیمې له بېړني حالت سره مخ دي.
د ملکي دفاع چارواکو ویلي، چې باران د نومبر له پیل رپدیخوا په باهیا کې د ۱۸ کسانود مړینې لامل شوی دی.
د هوا د څارنې چارواکو ویلي، چې د ډسمبر په میاشت کې باران د اوسط په پرتله شپږ ځله ډېر شوی دی.