د هوا حالاتو بدلونونه

سیلابونو په نیویارک کې خلک او ترانسپورتي خدمات زیانمن کړي

Published

on

له یوې اوونۍ پرله‌پسې بارانونو وروسته د جمعې پر ورځ نیویارک په ښار کې سیلابونه د مترو خدمات  ګډوډ کړل، د کورنو اپارتمانونو تلخونې له اوبو ډکې شوې او ځینې سړکونه پر کوچنیو سیندونو بدل شول.

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا د ډېر نفوس لرونکي ښار نیویارک په ځینو برخو کې نږدې ۲۰ سانتي متره باران اوریدلی، چې ان اوبه د مرکزي پارک ژوبڼ ته ننوتي دي.

وړاندویېنه کوونکیو څرګنده کړې، چې څو انچه نور باران به هم راکښته شي.

د نیویارک والي کیتي هوچول د “ژوند ګواښونکيو” سیلابونو خبرداری ورکړ او د نیویارک ښار، لانګ تاپو او هډسن وادي لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړ. د ملي ګارد ځینې سرتېري د مرستې لپاره هم ګمارل شوي دي.

په مامارونیک کې چارواکو د سیلابونو له کبله په ودانیو کې د بند پاتې خلکو د ژغورنې لپاره د بادي کښتۍ وکارولې.

چارواکو نیویارک ښاریانو ته خبرداری ورکړی، چې د سفر کولو څخه ډډه وکړي او که په تلخونو کې یې اوبه ډند شوي؛ له ځنډ پرته دې خوندي سیمو ته ووځي.

د اقلیم د پوهانو د څرګندونو له مخې، د نړۍ تودوخې د نړۍ په ډېرو برخو کې د هوا ډېرې سختې بېلګې رامنځته کړې دي.

Trending

Exit mobile version