نړۍ

سیمه پر ساعتي بم بدلیدونکې ده – سيسي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۲)

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې په غزه کې جګړه مخ پر زیاتېدو ده او څرګندوي، چې سیمه د ساعتي بم له خطر سره مخ‌کېدونکې ده.

د رویترز د راپور له مخې؛ د جمعې پر ورځ د مصر هوايي حريم ته د بې پيلوته الوتکو له ننوتلو وروسته سيسي ويلي، چې بايد د هېواد حاکميت ته یې درناوی وشي.

اسرائیلو د جمعې پر ورځ څرګنده کړې وه، چې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو یې پر بې پیلوته الوتکو برید کړې. د مصر پوځ ویلي؛ دغه الوتکې، چې د اسرائيلو پولې ته څېرمه د تابا او نويبه په ښارونو کې غورځېدلي او شپږ کسان يې ټپيان کړي، له جنوبي سرې بحیرې یې الوت کړی دی. د مصر پوځ دا نه‌دي ویلي، چې دا الوتکې چا ویشتلې دي.

سیسي یوه کنفرانس ته څرګنده کړې: پرته له دې، چې دا له کوم ځای څخه راغلي؛ ما د جګړې د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. سیمه به په یوه ټکان ورکوونکي ساعتي بم واوړي، چې مونږ ټول به اغېزمن کړي.

هغه زیاته کړې: مصر یو خپلواک هېواد دی او حاکمیت او موقف ته یې باید درناوی وشي… مصر یو ځواکمن او نه ماتېدونکی هېواد دی.

تېره شنبه، سیسي د سولې غونډه کړې او له غزې سره یې د مرستو، د یرغمل شویو خوشې کولو او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version