تازه خبرونه

سیمه ییز سرپرستان په ادارو کې د سرخوږي او فساد عامل شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولایتي شوراګانو ځینې غړي وایي، زیاتره سیمه ییز سرپرستان په ادارو کې د سرخوږي او فساد عامل شوي دي.

دوی ټینګار کوي چې حکومت باید ژر دغې ستونزې ته پای ورکړي.

په همدې حال کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسولین په دې باور دي چې احتمال لري په دوو یا درې اوونیو کې د نویو والیانو ټاکل پیل شي.

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو او وروسته له دې چې د ټولو ولایتونو د والیانو د سرپرستي فرمان صادر شو، اوس یواځې دوه ولایتونه والیان لري، خو پاتې نور لا هم سرپرستان دي.

د ولایتي شوراګانو ځینې غړي چې کابل کې را ټول شوي، وایي، په سیمه ییزو ادارو کې د والیانو نه شتون بې پامي او فساد زیات کړی او خلکو ته ښه خدمتونه نه وړاندې کیږي.

 

خو د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسولین په دې باور دي چې د سیمه ییزو چارواکو په سرپرسته کېدو سره وضعیت چندان بدل شوی نه دی او ښایي په دوو درې اوونیو کې دا ستونزه حل شي.

وبه لیدل شي چې آیا تر دوو درې اوونیو به نوي والیان وټاکل شي او که نه!

Trending

Exit mobile version