سوداگري
سیمې او نړۍ ته د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړۍ ټولګه ولېږل شوه
د ماليي وزارت د کابل ګمرک ریاست مسوولینو ويلي، چې د اسلامي امارت له واکمن کیدو راوروسته دا لومړی ځل دی، چې یوه صادراتي ټولګه له ټرانزیتي لارې د سېمې او نړي مارکیټونو صادریږي.
د سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته نن په لومړي ځل د افغانستان د وچې او تازه میوې په ګډون پیاز، پټاټې، زعفران او هېوادنۍ لاسي صنایع د منځنۍ آسیا له لارې آسترالیا هالنډ او هند ته ولېږدول شوې.
د ماليي وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي له سیمي او ګانډ هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکي پراخې کړي او له هېواده د کرنیزو صادراتي توکو یوه ټولګه د آسټرالیا، هالند او هند هېوادونو ته واستوي.
د کابل ګمرک مشر مولوي عبدالله هلال وایي؛ مونږ غواړو، چې د هېواد د صادراتو بهیر مو پراخ او د سیمي او نړۍ مارکیټونو ته د تېر په څېر صادر او ورورسیږي. مونږ له خپل خصوصي سکتور سره همکاريو او هره برخه کې، چې د دوې مرستې ته اړتیاوي مونږ ورته چمتو یو.
د خصوصي سکتور غړي هم د دغه صادارتي بهیر له پیلېدو خوښي ځرکندوي او زیاتوي؛ د تېر پر پرتله د هېواد په اداري چارو کې د خصوصي سکتور لپاره خورا ډېر فرصتونه رامنځته شوي، خپل کارونه پراخ کړي. په نننۍ ټولګه کې په سلګونه ټنه توکې دې، چې ډېر يې پیاز، پټاټې او انځر دي.
د خصوصي سکتور غړی امرالدین ستانکزی وایي: مونږ غواړو پر سلګونه ټنه توکي د منځنۍ آسیا له لارې هندوستان، آسټرالیا او هالینډ ته واستوو او د صادراتو کچه له یو میلیون ډالرو پورته کړو.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي؛ که افغانستان اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره د صاداراتو په برخه کې همکاري وکړي، نو هېواد به له اقتصادي بحران څخه ډېر ژر راووځي.
دا په داسې حال کې وه، چې په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیرخان متقي سره لیدلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د جلغوزیو او نورو اړوند توکو صادرات بیا پیل شي.