تازه خبرونه

سیګار له طالبانو سره پر احتمالي سولې اندېښنه ښودلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار له طالبانو سره د سولې پر احتمالي هوکړې اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار ريیس کانګرس ته په خپل راپور کې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې له طالبانو سره سوله به په دغه هېواد کې داسې پایلې ولري، چې اټکل یې ناشونی دی.

 سیګار وايي، چې له طالبانو سره هوکړه به په افغانستان کې بشري حقونو او د ښځو حقونو ته زیان واړوي.

سیګار په ډاګه کړې، چې که وسلوال طالبان له افغان دولت سره خبرو ته وهڅول شي او د افغانانو د خپلمنځي خبرو له لارې د جګړې پای ته رسیدو لار اواره شي؛ بیا هم ښايي داسې پایلې ولري، چې اټکل یې ناشونی دی.

سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو حقونه، امنیت، اداري فساد او ملکي ژوند ته د وسلوالو طالبانو د راګرزولو مدیریت ښايي له کړاوونو سره مخ شي.

افغان حکومت وايي، چې له سولې وروسته د حالاتو د کابو کولو لپاره مناسبې تګلارې لري.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وایي، چې  له سولې وروسته هم پروګرامونه شته او د افغانستان خلک باید لدې ونه وېریږي. هیله من یو، چې له سولې وروسته هم مدیریت ولرو.

د ناتو عمومي منشي وايي، چې افغانستان باید د سخت دریځو پر مرکز وانوړي.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وایي: ترکیه د ناتو مهم غړی هېواد دی او دا له مونږ سره مرسته کوي، چې افغانستان بیا د سخت دریځو پر مرکز بدل نشي.

که څه هم له وسلوالو طالبانو سره د امریکا خبرو خلک یو څه هیله من کړي؛ خو د داعش او القاعدې وېره اوس هم شته.

Trending

Exit mobile version