تازه خبرونه
سیگار په افغانستان کې د ۵۱۰ روغتیایی کلینیکونو رڼښت غواړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړی مفتش (سیگار) د چهارشنبې په ورځ د روغتیایی پروژو په اړه رپوټ خپور کړ.
سیگار، د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره (USAID) د دوه سوه لس میلیون دالرو په ارزښت د دغه پروگرام په خاطر تر څیړنو لاندې نیولې ده.
د دې څېړنو پر بنسټ، یو، اس آی دي باید سیگار ته د پېنځه سوه لس روغتیایی کلینیکونو په اړه د رڼښت غوښتنه وکړه.
سیگار ویلي، لومړني معلومات ښیي، چې نوي کلینیکونه شتون نه لري، دیارلس کلینیکونه تکراري خبره ده او د دیارلس کلینیکونو ځای نه دی څرگند شوی.
د یادونې وړ ده، چې سیگار له دې ادارې د دغو کلینیکونو د ځای په اړه د رڼښت غوښتونکی شوی دی.