تازه خبرونه

شاوخوا دوه زره شرکتونو لا تر اوسه ماليه نه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې چارواکي وايي؛ د هیواد په ګمرکونو او د عوایدو د راټولو لو په ادارو کې د ګاونډیو هیوادونو سلاکاران د فساد لامل ګرځیدلي دی.

دوۍ وايي د ګاونډیو هیوادونو دغه سلاکارن د افغانستان د کورنیو تو لیداتو د ودې په وړاندې ستونزې جوړوي او له مالیې وزارت څخه د دې کسانو د ګوښه کولو غو ښتنه کوي.

د ماليي وزارت د ګمرکونو اوعوایدو مرستیال خان جان الکوزی وايي؛ تر ډ یره بریده يي بهرني مشاورین لري کړي؛ خو وایي چې په ځینو برخو کې سوداګر او د ماليي وزارت چارواکې د فساد په وړاندې په مبارزه کی هم پاتی راځي.

خان جان الکوزی دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال:

د ګاونډیو هیوادونو سلا کارانو په شتون کې به د هیواد په مالياتي ادارو کې فساد راټیټ نه شی. که په مالي برخه کې سلا کارانو ته اړتیاوي، بیا دې د نړۍ له نورو هیوادو نو څخه راولی. که په تیرو دیارلسو کلنو کې د کورنیو تولیداتو د ودې په وړاندی همدې سلا کارا نوستونزې نه وی رامنځ ته کړي؛ د هیواد اقتصادي وصنعت به ډ یر پرمختګ ګړی وای.

د ښاغلي الکوزي په وینا چې وایي؛ افغان سوداګرلا تراو سه هم د ماليي دورکړي په برخه کی هیڅ ډول معلومات نه لري او د دوی د لا پوهاوي په برخه کی باید زیاتې هڅې وشی.

خان جان الکوزی دسوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال:

دهیواد په ګمرکونو او د مالي نظام په ځینو برخو کې د ګانډیو هیوادونو مشاورینو شتون د دې لامل شوی چې د افغانستان د صنعت په وړاندې ستونزې زیاتي شی او هم په ګمرکونو کې د فساد لامل هم شوي.

د ګمرکونو اوعوایدو مرستیال ګل مقصود ثابت وايي چې اوس یی د ګمرکونو او عوایدو له ادارو څخه ټول بهرنیان سلا کاران لري کړي.

نوموړی وايي چې د فساد د مخنیوي لپاره په عوایدو او ګمرکونو کې کار شوی؛ خو اوس هم ځینې ستونزې لا پر خپل ځای پاتې دي.

مقصود ثابت د ګمرکونو اوعوایدو مرستیال:

د فساد په وړاندي په ځینو مواردوکې هم د ماليي وزارت چارواکي او هم سوداګرمظلوم واقع کیږی؛ ځکه ځینې کسان شته چې ځان د رهبرۍ له ادرس معرفی کوي خوسوداګرباید په دې برخه کې له مونږه سره مرسته وکړی.

ښاغلی ثابت وايي په عوایدو او ګمرکاتو کې د فساد د مخنیوي لپاره د سکټاس نوی بریښنايي سیستم د فعالیت چارې رواني دي. څو د ماليي د ورکړي ستونزې حل شی.

نوموړی زیاتوي؛ شاوخوا دوزره شرکتونو لا تراو سه ماليه نه ده ورکړی او له ماليي څخه د تیښتي هڅه کوي.

خبریال:اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version