سیمه ییز خبرونه

شاوخوا دوولس زره طالبان د جګړې له ډګر څخه لرې شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملګرو ملتونو په یو رپوټ كې، چې د دغه سازمان امنيت شورا ته لېږل شوى وېل شوي، چې په ۲۰۱۳ كال كې شاوخوا دوولس زره افغان طالب جنګيالي وژل شوي ټپيان شوي او يا هم نيول شوي دي.

په تېر كال كې په افغانستان كې د تاوتريخوالي كچه لوړه وه. د ملګر ملتونو له خوا د دغه سازمان د امنيت شورا ته په لېږل شوي تازه رپوټ كې ويل شوي، چې په افغانستان كې د روان ميلادي كال په ترڅ كې شاوخوا دولس زره افغان طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه رپوټ كې همدا راز وېل شوي د وسله والو طالبانو په لاس جوړ شوي بمونه، چې افغان امنيتي ځواكونو ته د اتيا سلنې مرګ ژوبلې اوښتو لامل كېږي ورځ تر بلې د زياتېدو په حال كې دي.

په دغه رپوټ كې ځانګړې اندېښنه په افغانستان كې كانونو د ورځ تر بلې وده كوونكې صنعت په باب ده، چې په هغو كې د چاودېدونو توكو او تجهيزاتو څخه په لويه پېمانه كار اخيستل كېږي.

په دغه رپوټ كې ټینګار شوى، چې افغان چارواكي بايد وسله والو طالبانو لاس ته د دغو چاودېدونكو توكو د لوېدو مخنيوى وکړي.

په رپوټ كې همدا راز ويل شوي، چې افغان دولت د تاوتريخوالي له زياتېدو سره مخ دی، چې له ۲۰۱۰ كال را په دې خوا سارى نه لري.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته لېږل شوى رپوټ کې همدارنګه وېل شوي، وسله وال طالبان لويې لاسته راوړنې نه لري او يا د پام وړ د خلكو ملاتړيې نه دى تر لاسه كړى، درنه مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده. دوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې معلومول ګرانه خبره ده، خو دولتي سرچينې او د وسله والو طالبانو داخلي تلفات يو ډول دوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې اندازه له لسو څخه تر دولسو زرو پورې ښكاره كوي.

د ملګرو ملتونو يو تن چارواكي ويلي، چې په دغه شمېره كې وژل شوي، ټپيان او نيول شوي وسله وال شامل دي، خو تر اوسه دغه شمېرې نه دي تائيد شوي او ناټو هم وسله والو طالبانو ته اوښتې مرګ ژوبله نه اعلانوي، دغه رپوټ، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو كمېټې ته لېږل شوى پكښې هغو چاودېدونكو توكو څخه د ناوړې ګتې اخيستنې د مخنيوي لپاره، چې د كانونو د استحراج لپاره كارول كېږي د نوى پوځې كړنلارې د جوړولو غوښتنه شوې ده.

Trending

Exit mobile version