تازه خبرونه
شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه سویابین د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرپوله بند پاتې دي – د خوړو نړیوال پروګرام
د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د سویابینو شاوخوا ۳۵۰۰ ټنه بند پاتې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د سې شنبې پر ورځ (د کب اتمه) یو راپور خپور کړ او څرګندوي، چې د سویابینو د ترکیب د کمښت له کبله، د خوړو نړیوال پروګرام په روانه میاشت کې د اضافي تغذیې پروګرام پلي کولو ته لومړیتوب ورکړی او یو اعشاریه اووه میلیون امیدواره میرمنو، نجونو او ماشومانو سره مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ټینګار کړی، چې: د سویابینو په لېږد کې نور ځنډ به د شاوخوا ۳۷۸ زره هغه امیدوارې میرمنې زیانمنې کړي، چې د خوارځواکۍ درملنې پروګرام لاندې به ورسره مرسته وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د وړاندوینو پر بنسټ به ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې د خوراکي توکو له سخت نهخوندیتوب سره مخ شي، چې ۳ اعشاریه ۶ میلیون کسان به په بېړني حالت کې وي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې د ۳ اعشاریه ۲ میلیون ماشومانو په ګډون څلور میلیون کسان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو کم دي؛ پر حادې خوارځواکۍ اخته دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په جنورۍ کې یې له ۲۵ زره مټریک ټنو ډېر مختلط خوراکي توکي ټول افغانستان ته استولي، چې په سلو کې ۹۹ خپل هدف ته رسېدلي او اوس شاوخوا ۴۳ زره مټریک ټنه خوراکي توکي د افغانستان په دننه کې د دې بنسټ په ګودامونو کې زیرمه دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په بهر کې د خوړو نړيوال پروګرام په ګودامونو کې ٣٤ زره مټريک ټنه خوراکي توکي شته، چې افغانستان ته رالېږدول کېږي او يا به دې هېواد ته رالېږدول شي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ سږ کال ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه ټولنې یوازې ۱۷ اعشاریه ۳ میلیون وګړي تر پوښښ لاندې نیولی شي.
د افغانستان د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي، تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۳ اعشاریه صفر ۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا ده.
