1393ټاكنې
شاوخوا ۷ زرو مرکزونو ته د ټاکنو اساسي توکي د لېږد لپاره چمتو دي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی، د ټاکنو اساسی توکی، چی پکی درای ورکونی پاڼی او د ګوتی رنګ شامل دي درای ورکونې شاوخوا اوو زرو مرکزونو ته د لېږد لپاره چمتو دی.
دغه کمیسیون وایی د توکو د اهمیت له مخی نشی کولای، چی د لېږد ټاکلې نېټه یی په ډاګه کړی.
ټاکل شوی، چی د ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو ټاکنی د راتلونکی کال د وری یا حمل میاشتی په شپاړلسمه نېټه ترسره شی، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي: د ټاکنو اساسی توکی، چی پکی درای ورکونی پاڼی او د ګوتې رنګ شامل دي د رای ورکونې شاوخوا اوو زرو مرکزونو ته د لېږد لپاره چمتو دي.
سریر احمد برمک د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنر وایی، د دغو توکو د اهمیت له مخی نشی کولای، چی د لېږد ټاکلی نېټه یی په ډاګه کړي اما یادونه کوی، چی له ټولو امنیتی بنسټونو سره یی سلا مشورې روانی دی تر څو د ټاکنو اساسی توکي د هېواد ټولو سیمو ته ولېږدوي.
د ټاکنیزو مبارزو مصارف بله مهمه مسئله ده، چې د ټاکنو پرمخ پرته ده چی د قانون لمخې هر یو کاندید مکلف دی، چی لس میلیونه افغانی په خپلو ټاکنیزو مبارزو کی ولګوي او په هرو پنځلسو ورځو کی يي راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړي.
د څېړنو له مخې په افغانستان کی دولس میلیونه وګړي د رای ورکونی په شرایطو برابر دی، دا چی د راتلونکی کال په ټاکنو کی به څومره وګړي د رای سندوقونو په لور ولاړ شی هغه پوښتنه ده، چی باید وخت يي ځواب ورکړي.