تازه خبرونه

شاپورځدراڼ په ملي لوبډله کې د لوبیدو اجازه تر لاسه کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد ديسیپلين کمیتې د پرېکړې له مخې شاپورځدراڼ کولی شي، چې لدې وروسته له ملي لوبډلې سره خپلې لوبې روانې وساتي.

کرکت بورد په ډاګه کړې، چې د ملي لوبډلې توپ اچونکی شاپورځدراڼ د روان کال د می پر ۲۹ نېټه د يوه بهرني سفر پرمهال په تمريناتي لوبه کې د افغانستان ملي کرکت لوبډلې د روزونکي، لوبډلمشر او لوبڅار پر وړاندې د لوبو له دسيپلين سرغړونه کړې وه.

د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ دغه کړنه بیا د روزنکي له لوري د کرکت بورد له مشرتابه او اړوند څانګو سره شریکه شوه او ځدارڼ ته یې د نغدي جریمې سپارښتنې ترڅنګ ویلي وه که دغه ډول کړنې بیا تکرار شي؛ نو په ملي لوبډله کې نشي لوبیدلی.

 د افغانستان کرکت بورد ديسیپلين کميتې د روزنکي سپارښتنه تائید او د کرکرکت بورد مشرتابه هم منظوره کړه او همداراز ځدراڼ ته په جدي اخطاريه کې ویل شوي، که یو ځل بیا یې دغه ډول اعمال تکرار کړل په ملي لوبډله کې به له لوبيدو محروم شي.

شاه پور ځدراڼ په ملي لوبډله کې له بیا لوبیدو خوښ شو او د یاد بورد له سپارښتنو یې تود هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version