تازه خبرونه
شتمن هېوادوال دې د خوراکي توکو بیې راټیټې او له بېوزلو سره مرسته وکړي – رییس الوزراء
د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت په یوه پیغام کې له سوداګرو غوښتي، چې د خوراکي توکو بیې را ټیټې کړي.
په دې پیغام کې، چې نن (دوشنبه د کب یوویشتمه) خپور شوی رییس الوزراء د جوماتونو له خطیبانو او ملا امامانو وغوښتل، چې د تراویح پر لمانځه سربېره د دیني زدهکړو، دعوت، د قرآن کریم ترجمه او د تفسیر درسونه هم تنظیم کړي، چې مسلمانان د الهي کلام پر معنا او موخه پوه شي.
هغه څرګنده کړې، چې سږ کال د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې راغلې، چې فلسطین د اسلامی نړۍ د نه بېلېدونکې برخې په توګه په تېره بیا غزه د صهیونیسټی یرغلګرو له سخت ظلم، کرکې او وحشت سره مخ ده او نړۍ یې پر غړېدلو سترګو ننداره کوي.
رییس الوزراء له نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د دغه ظلم او وحشت د پای ته رسولو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او د غزې له مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.
ملا محمد حسن اخوند زیاته کړې: هغه څه، چې په غزه کې روان دی د بشریت پر تاریخ یو تور داغ دی او هغه هېوادونه، چې دغه ظلم ته یې لار اواره کړې او یا یې د مخنیوی لپاره رښتینې هڅې نهکوي؛ د صهیونیسټی یرغلګرو جرمي شریکان دي.
په تېرو پېنځه میاشتو کې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۷۲ زره نور ټپیان دي او د ښارونو ډېره برخه ویجاړه شوې ده.
په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نن (دوشنبه) روژه ده.